ډانلوډ ارشیف
[ نن د لوګر په خضر بازار کې طالب اورپکو د پکتيا پر والي حليم فدايي بريد کړی دی.
[ د ولسمشر د لومړي مرستيال دفتر وايي، د ملي امنيت ګمنامو سپاهيانو د کابل لپاره د داعش ډلې مسوول غلام ناصر د کابل ښار په اتمه ناحيه کې نيولی دی.
[ د کندهار مخکېني امنيه قوماندان تادين خان له خپلې دندې استعفا ورکړې او پر ځای يې سيد شريف د دغه ولايت امنيه قوماندان ټاکل شوی دی.
[ په کابل کې نن سلګونو ځوانانو په ميدان وردګو کې د بېبندوباره وسلهوال عليپور پر ضد لاريون وکړ او پر حکومت يې غږ وکړ چې بايد تر نيولو وروسته کلکه سزا ورکړي.
[ طالب اورپکي وايي، د هلمند په واشير ولسوال کې يې د ملي اردو يوه بلکهاک الوتکه ويشتې او پر ځمکه يې را غورځولې ده.
[ نن د ننګرهار په جلالاباد ښار کې وسلهوالو درې هغه نجونې شهيدانې کړې چې ماشومانو ته يې د ګوزڼ ضد واکسين ورکاوه.
[ د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، عليپور د نورو ترهګرو په څېر ترهګر دی او تر هغه به يې پر ضد عمليات کوي چې له منځه يې نه وي وړی.
[ د افغانستان د ملي دفاع وزارت په ميدان وردګو کې د يوې الوتکې د لوېدو خبره مني، خو دا چې ولې لوېدلې، يا چا غورځولې، ځان کوڼ اچوي.
[ د کندهار امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په ارغنداب ولسوالي کې يې د طالبانو پر ضد عمليات کړي او پکې يې يوه اورپکې طالبه وژلې ده.
[ د کابل پوليس وايي، د نن ماښام په دوو چاودنو کې درې تنه عام سړي شهيدان شوي او لس نور ژوبل دي.
[ د پکتيا امنیتي چارواکي وايي، ډېورنډ ته څېرمه پر هغو طالبانو واوره راښويېدلې چې له پاکستانه، له وسلو سره جنګ ته را روان ول.
[ چارواکي وايي، تېره ماښام د هرات په څوارلسمه حوزه کې د موټربم چاودنې د قربانيانو شمېر اتياوو تنو ته رسېدلی چې لس پکې شهيدان او اويا تنه ژوبل دي.
Sarkhat