[ ملګرو ملتونو خپل ټول کارکوونکي د پاکستان د نړيوال هوايي شرکت په الوتکو کې له سفر کولو څخه منع کړي دي.
[ د عراق په پلازمېنه بغداد کې پرلهپسې دوه ځانمرګي بريدونه شوي چې له امله يې تر اوسه پورې دېرش تنه وژل شوي او درې اويا نور ژوبل دي.
[ نن مازديګر د بلوچستان په سيوۍ سيمه کې د پاکستاني پوځيانو يو موټر پر بم ختلی چې له امله يې پنځه تنه عسکر ځای پر ځای مړه شوي او څلور نور مرګيحاله ژوبل دي.
[ پاکستاني طالبان وايي، په شمالي وزيرستان کې يې پر پاکستاني پوځيانو دوه حملې کړې دي چې پکې يې شاوخوا شل تنه عسکر وژلي او ژوبل کړي دي.
[ ناڅرګندو وسلهوالو د بلوچستان په تربت سيمه کې د تربت هوايي ډګر ته د تېلو پر روانو ټانکرو ناتار بريدونه کړي او پرېمانه زيانونه يې اړولي دي.
[ د مالېزيا حکومت نن د پاکستان د انټرنېشنل ايرلاينز يا پيایاې يوه الوتکه د پور د نه ادا کولو له امله درولې او سپرلۍ يې هم قرنطين کړې دي.
[ پاکستاني طالبان وايي، په شمالي وزيرستان کې يې له پاکستاني عسکرو سره نښته شوې او ښه درنه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.
[ پاکستاني طالبان وايي، په باجوړ ايجنسۍ کې يې د پاکستاني عسکرو يوې پوستې ته بم ايښی و او څلور عسکر يې ورباندې الوځولي دي.
[ د اسراييلو الوتکو تېره شپه د سوريې په ديرزور او بوکمال سيمو کې پر نظامي مرکزونو بريد کړي چې پکې د افغانانو په ګډون اووه ويشت تنه عسکر وژل شوي دي.
[ پاکستاني طالبان وايي، په جنوبي وزيرستان کې يې له پاکستاني عسکرو ډک موټر ته د سړک پر غاړه بم خښ کړی او ټول يې ورباندې الوځولي دي.
[ نن د بلوچستان د کيچ په تربت سيمه کې د پاکستاني پوليسو پر يوه پوسته چاودنه شوې ده چې له امله يې د لومړنيو مالوماتو په اساس، پنځه ژوبل شوي دي.
[ نن د اندونېزيا يوه الوتکه له هوايي ډګر څخه تر پورته کېدو لږ وروسته له رادار څخه ورکه شوې او تر اوسه پورې له خپلو دوه شپېتو تنو سپرليو سره تري تم ده.