
که چا د لېډي ګاګا سپي ور پيدا کړل، پنځه لکه ډالر ورکوي
يو چا د وتلې امريکايي سندرغاړې لېډي ګاګا سپي تښتولي او اوس دې د خپلو سپيانو په پيدا کېدو دومره لوړ انعام ايښی چې حتا امريکا د ځينو خونړيو ترهګرو پر سر نه دی ايښی.
لېډي ګاګا اعلان کړی دی چې که څوک يې سپيان ور پيدا کړي، پنځه سوه زره امريکايي ډالر به ورکړي.
امريکايي رسنۍ وايي، څو وسلهوالو کسانو د لېډي ګاګا پر يوه نوکر ډزې کړې دي، درې سپي يې ورڅخه تښتولي، خو يو سپی بېرته ځنې راتښتېدلی او دوه يې ورسره وړي دي.
د دې نوکر ژوبل دی او اوس دې ويلي دي چې په سپو پسې يې خورا زړه شين دی.
پوليس وايي، د سپيتښتوونکيو وېډيو يې ګوتو ته ورغلې او اوس کوښښ کوي چې و يې نيسي.
0 نظرونه