حکومت وايي، په جلالاباد کې د واکسينوهونکيو نجونو قاتلان نيسي
نن د ننګرهار په جلالاباد ښار کې وسلهوالو درې هغه نجونې شهيدانې کړې چې ماشومانو ته يې د ګوزڼ ضد واکسين ورکاوه.
د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل وايي، پر واکسينېټرانو بريدونه د ښار په څلورمه او اوومه ناحيه کې جلا جلا شوي دي.
دی وايي، په پېښه سخت خفه دی، ځکه په خبره يې، دغو مېرمنو انسانيت ته کار کاوه، کور په کور ګرځېدې چې ماشومان له ګوزڼ څخه وساتي.
حکومت وايي، هڅه کوي چې د دغو ښځو قاتلان ونيسي، خو لا يې هم څوک ګوتو ته نه دي ورغلي.
تر اوسه چا د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
0 نظرونه