
عامر خان دويمه ښځه هم خوشې کوي
د هندي سېنما مشهور ستوري عامر خان اعلان کړی دی چې له خپلې دويمې ښځې کرن راو څخه د ژوند لارې بېلوي او طلاق ورکوي.
کرن راو پنځلس کاله وړاندې له عامر خان سره واده کړی و او فلمونه جوړوي.
عامر خان او ښځې يې په ګډه ويلي دي چې د طلاق پرېکړه يې هم په ګډه کړې ده، خو تر بېلېدو وروسته به هم زوی په ګډه لويوي او پر هغو پروژو به هم ګډ کار کوي چې په ګډه يې پيل کړې وې.
دوی دواړو ويلي دي چې د ژوند نوی پړاو پيلوي چې په هغه کې به مېرمن او خاوند نه وي.
عامر خان د شپږ پنځوسو کالو دی او په نولس سوه شپږ اتيايم کال کې يې له رينا داتا سره واده وکړ، خو په دوه زره دويم کې يې خوشې او په دوه زره پنځم کې يې له کرن راو سره واده وکړ.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه