
اسراييلو د حضرت داوود عليه السلام د وخت ټوکر موندلی
اسراييلي څېړونکيو د يروشليم په سوېل کې د ټوکر داسې تارونه موندلي چې تر مېلاد هم زر کاله وړاندې رنګول شوي او په غالب ګمان د داوود او سليمان عليهم السلام په وخت کې د دغو تارونو جامې دود وې.
دغه تارونه او ځينې نور تاريخي اثار په تمنه دره کې، په يوه زړه مېنه کې د کيندونو پر مهال موندل شوي دي.
څېړونکي وايي، د کاربن ډيټنګ په واسطه پوهېدلي دي چې دغه تارونه تر مېلاد زر کاله مخکې کارول کېدل.
د دوی په خبره هغه مهال ارغواني رنګ د پاچاهانو د جامو رنګ و او له همدې امله تر سرو زرو هم دغه رنګ قيمت پلور کېده.
له دې ښکاري چې شاوخوا درې زره کاله مخکې هم انسانانو جامې رنګولې او پر دغه سيمه يو پرمختللی تمدن تېر شوی دی.
0 نظرونه