
امېندواري ناروغي نه ده
هره مور باید د امېندواري په دوران کې څلور وارې روغتون ته ولاړه شي چې د مور او ماشوم صحي حالت معلوم شي؛
۱. هغه وخت چې کله مور دا احساس کړي چې امېندواره ده، باید حتمي نږدې روغتون یا قابلې ته ورشي او پر دې ځان وپوهوي چې په لومړيو دريو میاشتو کې کوم داسې درمل وا نه خلي چې حمل او مور ته تاوان لري.
لومړۍ درې مياشتې ډېرې مهمې دي، که مور په دې وخت کې په خپل سر درمل واخلي ممکن د راتلونکي ماشوم د معوبیت سبب شي. زموږ په ټولنه کې د داسې ماشومانو په باره کې وايي چې مورزاده داسې او هغسې دي، حال دا چې د ماشوم په معيوبيت کې د مور بېپامي نقش لري.
۲. د پنځمې میاشتې په اخېر کې بيا هم ډاکټر یا روغتون ته ورتګ لازمي دی چې په دې پلا د ماشوم حالت کتل کېږي، ډېری وختونه داسې کېږي چې ماشوم د مور په نس کې مړ وي، خو مور نه وي خبره او هغه وخت خبرېږي چې وخت له وخته تېر وي او د لانجې سرحد تر عملیاته رسېدلی وي.
که مور خپل واکسینونه نه وي بشپړ کړي دا ښه وخت دی چې خپل واکسینونه واخلي، ضمناً د هرې مور لپاره دا ډېر ضروري دي، که یې واکسینونه پوره هم وي، د معافيت په خاطر دې دوې دورې واکسينونه واخلي.
۳. له اتمې مياشتې وروسته هم روغتون ته تګ ضروري دی، په دې مرحله کې د ماشوم صحي وضعيت کتل کېږي، مور بايد بله دوره واکسین هم بشپړ کړي.
۴. په نهمه مياشت کې بايد بيا هم ډاکټر ته ورتګ هېر نهشي، په دې کتنه کې د ماشوم او د مور روغتیایي حالت کتل کېږي، زموږ ډېری خویندي تر هغه وخته ډاکټر یا روغتون ته نه ورځي چې د ماشوم د پیدا کېدو وخت يې نه وي رارسېدلی، چې بيا هغه وخت نه مور په خپل حالت پوهېږي او نه هم ډاکټر ته د مور پخوانۍ تاریخچه مالومه وي؛ نو همدا وجه ده چې افغانستان د ماشوم او مېندو د مرګ د سلنې له اړخه د نړۍ دويم هېواد دی .
هره مور بايد د امېندوارۍ په دوران کې فولیک اسيډ او فیروس سلفاټ درمل واخلي، امېندواري ناروغي نه ده، دا یو طبيعي او فزیولوژیک حالت دی، د دې درملو اخیستل مور د وينې له کمښته راګرځوي او مور د امېندوارۍ په وخت کې ماشوم له خپلې وينې تقویه کوي. په اخېره کې مې یوه غوښتنه د کورنۍ له مشرانو «خاوند، خسر، خواښې» څخه ده چې د خپل کور امېندواره مېرمنو ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه د دوی توجه د هغوی ژوند له خطره ژغورلای شي.
0 نظرونه