د هرات د چاودنې قربانيان ۸۰وو ته ورسېدل
چارواکي وايي، تېره ماښام د هرات په څوارلسمه حوزه کې د موټربم چاودنې د قربانيانو شمېر اتياوو تنو ته رسېدلی چې لس پکې شهيدان او اويا تنه ژوبل دي.
دغه چاودنه تېر ماخوستن د خلکو د اوسېدو د کورو په منځ کې شوې ده.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين سرخط ورځپاڼې ته وويل، چاودنه په يوه بس موټر کې د ځای پر ځای شويو بمونو د چاودېدو له امله شوې ده.
دی وايي، په شهيدانو او ژوبلو کې څو تنه سرتېري هم شامل دي، خو لويه برخه يې عام وګړي، ښځې او ماشومان دي.
په دغه چاودنه ګڼ شمېر کورونه ويجاړ شوي او تر لېرې لېرې خلکو ته زيان اوښتی دی.
تر اوسه د چاودنې مسووليت چا نه دی منلی، خو خلک يې د طالبانو کار بولي.
0 نظرونه