
پر ډېری ولايتونو بيا د واورو او بارانو څپه راځي
د هوا پېژندنې اداره وايي، نن او سبا به د هېواد پر ډېری ولايتونو د واورو او بارانونو يوه نوې څپه راشي.
د دې ادارې د مالوماتو په اساس، نن او سبا به د کابل، پروان، میدان وردګ، بامیان، غزني، پکتیکا، روزگان، زابل، دایکندي، کندهار، هلمند، فراه، هرات، بادغیس، فاریاب، بلخ، سرپل، غور، بدخشــان او تخار پر اسمان لړې خورې وې او واورې او بارانونه به يې هم ملګري وي.
د هوا پېژندنې ادارې په دغو ولايتونو کې د سېلابونو د راوتو اندېښنه هم ښوولې ده.
0 نظرونه