دفاع وزارت وايي، عليپور ترهګر دی
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، عليپور د نورو ترهګرو په څېر ترهګر دی او تر هغه به يې پر ضد عمليات کوي چې له منځه يې نه وي وړی.
د ملي دفاع وزارت سرپرست ياسين ضيا نن د لوړپوړيو امنيتي چارواکيو په غونډه کې وويل، عليپور غل، راهزن او ترهګر دی.
ده وويل، هر څوک چې د دولت پر ضد درېږي او ګډوډي جوړوي، ترهګر دی او دوی به يې له منځه وړي.
ياسين ضيا وويل؛
"په بهسودو کې عمليات پیل شوي اوس هم دوام لري، زموږ عملیات د هغې ډلې پر وړاندې دي چې په بهسودو ولسوالي کې یې زموږ هليکپټر ويشتی، ملکي کسان ځوروي او لارې یې تړلې دي، هغوی ترهګر دي او پر وړاندې یې عملیات دوام لري."
ده وويل، سيمې ته تللي سرتېري، د عملياتو تر څنګ پر اړو هېوادوالو مرستې هم وېشي او په دې سربېره يې وعده وکړه چې په عملياتو کې ويجاړې شوې ودانۍ به بېرته رغېږي.
0 نظرونه