طالبان وايي، په هلمند کې يې د اردو يوه بلاکهاک الوتکه راغورځولې
طالب اورپکي وايي، د هلمند په واشير ولسوال کې يې د ملي اردو يوه بلکهاک الوتکه ويشتې او پر ځمکه يې را غورځولې ده.
دغه ډله وايي، په دغه الوتکه کې سپاره څلور سرتېري يې هم شهيدان کړي دي.
قاري يوسف احمدي چې ځان د طالبانو وياند بولي وايي، دغې الوتکې غوښتل د دوی پر جګړهمارو بريدونه وکړي، خو تر بريدونو مخکې يې ويشتې او راغورځولې ده.
دی وايي، په پېښه کې پيلوټ او د الوتکې عمله ژوبل شوي دي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت بيا وايي، په دغه سيمه کې يې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې ده، خو پر نور حال خوله پټوي.
هلته بيا د هلمند د ولايتي شورا رييس عطاالله افغان وايي، د الوتکې د راغورځولو په پېښه کې درې تنه شهيدان شوي دي دي.
0 نظرونه