
تر ځمکه لاندې دوه زره کاله مخکېنی سماوار وموندل شو
د ايټاليا حکومت وايي، تر ځمکه لاندې يې هغه سماوار موندلی دی چې له نن څخه تر دوه زره زيات کاله مخکې جوړ شوی و او يو وخت ورباندې د خلکو خورا بېروبار و.
د دغه سماوار پر دېوالونو د چرګانو، هيليو، کبانو او نورو حيواناتو چې غوښې يې خوړل کېږي، رنګين انځورونه انځور شوي او هلته له شته دېګونو څخه دا درک هم لګېدلی دی چې خريدارانو ته يې څه او څه ورکول.
دغه سماوار په پومپي ښار کې د کيندنو پر مهال موندل شوی دی.
دغه بشپړ ښار تر مېلاد نهه اويا کاله وړاندې د يوه اورغورځوونکي غره د چاودېدو له امله، له انسانانو سره يو ځای تر خاورو لاندې شو.
څېړونکي وايي، د سماوار يوه برخه داسې هم ده چې خلکو ته به يې تاوده خواړه ورکول او له موندل شويو نښو داسې ښکاري چې په خوړو کې يې بېلابېلې مسالې کارولې.
دوی وايي، په همدې ځای کې د څښاکونو، سوپ او شرابو لوښي موندل شوي دي.
0 نظرونه