د داعش د کابل مسوول نيول شوی
د ولسمشر د لومړي مرستيال دفتر وايي، د ملي امنيت ګمنامو سپاهيانو د کابل لپاره د داعش ډلې مسوول غلام ناصر د کابل ښار په اتمه ناحيه کې نيولی دی.
سرچينه وايي، غلام ناصر په ګڼو ناوړه پېښو کې ککړ و او په دې سربېره ورباندې د لواطتت تورونه هم دي.
پر ده يو تور دا دی چې د کابل له غرب څخه يې يو څوارلس کلن ماشوم تښتولی، تاله و برفک ته وړی او هلته يې تر شکنجو ورکولو او ورباندې تر جنسي تېري کولو وروسته وژلی دی.
0 نظرونه