[ ملګرو ملتونو خپل ټول کارکوونکي د پاکستان د نړيوال هوايي شرکت په الوتکو کې له سفر کولو څخه منع کړي دي.
[ د عراق په پلازمېنه بغداد کې پرلهپسې دوه ځانمرګي بريدونه شوي چې له امله يې تر اوسه پورې دېرش تنه وژل شوي او درې اويا نور ژوبل دي.
[ پرون چې د امريکا نوي ولسمشر جو بايډن لوړه کوله، مراسمو ته يې د مرستيالې ولسمشرې په ګډون ګڼ شمېر مېلمانه له بنفش رنګ جامو سره راغلي ول چې د خلکو او رسنيو پام يې دغه ...
[ د امريکا نوي ولسمشر جوبايډن واک ته له رسېدو سره سم پرلهپسې څو فرمانونه صادر کړي چې يو پکې امريکا ته د ځينو مسلمانو هېوادونو د وګړو پر تګ بنديز و.
[ نن مازديګر د بلوچستان په سيوۍ سيمه کې د پاکستاني پوځيانو يو موټر پر بم ختلی چې له امله يې پنځه تنه عسکر ځای پر ځای مړه شوي او څلور نور مرګيحاله ژوبل دي.
[ نن په سپينه ماڼۍ د ټرمپ او د هغه د کورنۍ وروستۍ ورځ ده، خو مخکې له دې چې دوی سپينه ماڼۍ تر شا پرېږدي، کشرې لور يې په همدې ماڼۍ کې کوژده وکړه او مراسم يې ونمانځل.
[ نن د امريکا نوی ولسمشر جوبايډن لوړه کوي او سپينې ماڼۍ ته ځي، خو مخکېني ولسمشر ډونلډ ټرمپ سر غړولی او په دغو مراسمو کې يې له ګډون کولو ډډه کړې ده.
[ پاکستاني طالبان وايي، په شمالي وزيرستان کې يې پر پاکستاني پوځيانو دوه حملې کړې دي چې پکې يې شاوخوا شل تنه عسکر وژلي او ژوبل کړي دي.
[ ناڅرګندو وسلهوالو د بلوچستان په تربت سيمه کې د تربت هوايي ډګر ته د تېلو پر روانو ټانکرو ناتار بريدونه کړي او پرېمانه زيانونه يې اړولي دي.
[ د مالېزيا حکومت نن د پاکستان د انټرنېشنل ايرلاينز يا پيایاې يوه الوتکه د پور د نه ادا کولو له امله درولې او سپرلۍ يې هم قرنطين کړې دي.
[ پاکستاني طالبان وايي، په شمالي وزيرستان کې يې له پاکستاني عسکرو سره نښته شوې او ښه درنه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.
[ پاکستاني طالبان وايي، په باجوړ ايجنسۍ کې يې د پاکستاني عسکرو يوې پوستې ته بم ايښی و او څلور عسکر يې ورباندې الوځولي دي.