
تر مور ۱۸مياشتې کشر ۲۸ کلن ماشوم وزېږېده
په امريکا کې يو داسې ماشوم زېږېدلی دی چې تر مور يې اتلس مياشتې کشر دی او عمر يې هم اته ويشت کاله دی.
دغه ماشوم مولي ایورټ گبسن نومېږي، د نولس سوه دوه نويم کال په اکتوبر کې يې جنين په ايمبريو حالت کنګل کړل شوی و او سږ کال يې جنين له کنګل حالت څخه وايستل شو.
امريکايي ډاکټران وايي، ايمبريو د جنين هغه حالت ته وايي چې تازه د مور په رحم کې سره راجوړېږي.
دوی د جنين ايمبريو حالت د مور په ګېډه کې د جنين له پنځمې اوونۍ تر لسمې هغې پورې بولي.
د مولي ایورټ گبسن خام جنين په نولس سوه دوه نويم کال کې يوې ښځې او مېړه چې نه يې غوښتل اولاد يې پيدا شي او نه يې هم دا غوښتل چې دغه اولاد سقط کړي، د امريکا نیشنل ایمبریو ډونېشن سنټر ته ورکړ او هغوی هم کنګل کړ.
وروسته دغه جنين تر سږ کال پورې همداسې کنګل ساتل شوی، خو سږ کال د ټينا ګبسن په نامه د يوې بې اولاده مېرمنې ګېډې ته ولېږدول شو.
همدې جوړې ياد سنټر ته يو بل جنين هم ورکړی و چې هغه د مولي ایورټ گبسن د خور و چې په دوه زره اوولس کال کې ټينا ګبسن وزېږوله.
په کنګل حالت کې د مولي ایورټ گبسن جنين اته ويشت کاله وخت تېر کړی دی او په دې توګه تر خپله مور يوازې اتلس مياشتې کشر دی.
د ده جنين له تېرو اته ويشتو کالو راهيسې د تودوخې په منفي دوه سوه او اته دېرش سانټي ګراډ درجه کې ساتل کېده.
2 نظرونه
ysoRpeaHMqH
دوشنبه، ۲۹ عقرب ۱۴۰۲پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018ReplyhJRHQxHjyJ
دوشنبه، ۸ عقرب ۱۴۰۲پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply