
مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی
د عربي متحده اماراتو حکومت وايي، د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي.
د اماراتو د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې، هغه “ولسمشر” ياد شوی دی.
ډاکټر محمد اشرف غني د تېرې يکشنبې په ورځ وروسته له هغه هېواد تر شا پرېښود چې طالبان د کابل لمنو ته را ورسېدل.
ټاکل شوې دا وه چې طالبان به کابل ته نه ننوځي، خو د مخکېني ولسمشر تر تګ وروسته کابل ته ننوتل.
0 نظرونه