دفاع وزارت خاشه پرې اچوي، سرچينې وايي الوتکه عليپور ويشتې
د افغانستان د ملي دفاع وزارت په ميدان وردګو کې د يوې الوتکې د لوېدو خبره مني، خو دا چې ولې لوېدلې، يا چا غورځولې، ځان کوڼ اچوي.
رويټرز خبري اژانس د ميدان وردګو د يوه لوړپوړي امنيتي چارواکي له خولې وايي چې رښتيا خبره دا ده چې الوتکه د ميدان وردګو په بهسودو کې د عليپور په مشري بېبندوباره جګړهمارو ويشتې ده.
سرچينه وايي، الوتکه چې پورته کېده، د عليپور جګړهمارو پرې د توغندي وار کړی دی او له سرتېرو سره يې پر ځمکه ويشتې.
په پېښه کې نهه تنه سرتېري هم شهيدان شوي دي.
طالبان وايي، دوی الوتکه نه ده ويشتې او نه يې هم په لوېدو خبر ول.
عليپور تر دې وړاندې نيول شوی و، خو د ولسمشر د دويم مرستيال په ضمانت خوشې او بيا يې بېبندوباريو ته لاس واچاو.
هغه څه موده وړاندې د سيمې خلک هم پر سرتېرو وربلوسولي و چې بيا وروسته نښته وشوه او حکومت خپل قوماندان ګرم وباله.
0 نظرونه