
مشهور نجومي وايي، سږ کال به د ډېرو واکدارانو تختونه واوړي
دوه زره شلم مېلادي کال د ډېرو په باور شوم کال و او يو ويشتم د هيلو، خو د نړۍ ډېری ستوري پېژندونکي وايي، دغه کال هم د تېر ورور دی، تر هغه بد نه دی، لږ ښه دی، خو ډېر نه دی.
وتلی نجومي شيخ طارق اقبال وايي، د روان کال د جنوري په پنځلسمه به د جدې په برج کې شپږ ستوري سره را يو ځای شي چې دا ښه شګون نه بلل کېږي.
دی وايي، په دغه کال کې به د نړۍ د ډېرو واکدارانو تختونه چپه شي او يا به لوړپوړي حکومتي چارواکي له څوکيو کښته کړل شي.
شيخ طارق وايي، دغه کيسه به يوازې په واکدارانو پسې تړلې نه وي، بلکې د روان کال تر جون مياشتې پورې به د عامو وګړو په ژوند کې هم چندان خوندور بدلونونه را نه شي، اما تر هغه وروسته سوکه سوکه حالات مخ د ښه کېدو پر خوا ښکاري.
د ده د مالوماتو په اساس، په تېر دوه زره شلم کال کې اووه ستوري پر يوه کرښه راغلي ول چې دا بېخي بد شګون دی او اغېز يې پر ټول کال پروت و.
0 نظرونه