
امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي
د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي دي.
واشنګټن پوسټ وايي، دغه کار په دې خاطر شوی دی چې د نوي حکومت تر جوړېدو پورې دغو پيسو ته څوک تاوان و نه رسوي.
سرچينه د امريکا د ځينو لوړپوړيو چارواکيو له خولې وايي چې دغه کار د متحده ايالاتو د ولسمشر جو بايډن په امر شوی دی.
دغو چارواکيو واشنګټن پوسټ ته ويلي دي چې ښايي دا به پر طالبانو د بايډن يو فشار وي چې ورباندې اچوي يې.
خو ځينې شنونکي بيا په دې باور دي چې د بايډن دغه پرېکړه بې ځايه ده، ځکه طالبان وار له مخه د دوه زره يوولسم د سپټمبر تر پېښه وروسته تر بنديزونو لاندې دی چې مالي سرچينو ته لاس رسی نه شي لرلای.
0 نظرونه