له پاکستانه پر را روانو طالبانو واوره ښويېدلې، ۲۵ يې وژلي
د پکتيا امنیتي چارواکي وايي، ډېورنډ ته څېرمه پر هغو طالبانو واوره راښويېدلې چې له پاکستانه، له وسلو سره جنګ ته را روان ول.
په دغه پېښه کې پنځه ويشت اورپکې تر واوره لاندې شوي او پسې مړه شوي دي.
د پکتيا د امنيه قومانداني وياند محمد لعل اميري وايي، دغه واوره د اريوب ځاځيو په زغني تنګي کې پر طالبانو را ښويېدلې ده.
دی وايي، دغه طالبان له پاکستانه را روان و چې دلته جنګ وکړي، خو واورې ښويېدو مړه کړل.
0 نظرونه