
بلوڅو يو موټر پاکستاني پوځيان الوځولي
د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، د بلوچستان په کوټه ښار کې يې يو موټر پاکستاني پوځيان په بم الوځولي دي.
د دغې ډلې وياند مېجر ګهرام بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې سرتېرو يې دغه پوځيان د کوټې ښار په دښت سيمه کې وژلي.
دی وايي، ملګرو يې ماين خښ کړی و او په ريموټ يې کنټرولاوه چې د پوځيانو موټر د پېښې ځای ته رسېږي او دلته دوی بټن کېکاږي.
ګهرام بلوڅ وايي، په چاودنه کې څلور پوځيان ځای پر ځای وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.
دی وايي، دغو پوځيانو سبا د پاکستان د زېږېدو ورځ نمانځلو ته امنيت نيو.
بلوڅ له خلکو غوښتي دي چې دغه ورځ دې نه نمانځي او د عسکرو له موټرو دې هم لېرې ګرځي، که نه خون يې د ځان په غاړه دی.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه