
د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې
د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.
طالبانو په کندهار کې د ملي راډيو ټلوېزيون له کارکوونکيو او مشرانو سره خبرې کړې دي او هغوی ته يې خپل ځينې کسان ورمعرفي کړي چې خپرونې ورته پيل او ورسره وچلوي.
دوی وايي، د اوس لپاره به د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون د طالبانو ترانې او مرکې خپروي، خو تر دې وروسته به بيا خپرونو ته پلان او کسان سموي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه