که چا د لېډي ‌ګاګا سپي ور پيدا کړل، پنځه لکه ډالر ورکوي
۹ حوت ۱۳۹۹ 1000520 0 نظر سرخط ورځپاڼه

که چا د لېډي ‌ګاګا سپي ور پيدا کړل، پنځه لکه ډالر ورکوي

يو چا د وتلې امريکايي سندرغاړې لېډي‌ ګاګا سپي تښتولي او اوس دې د خپلو سپيانو په پيدا کېدو دومره لوړ انعام ايښی چې حتا امريکا د ځينو خونړيو ترهګرو پر سر نه دی ايښی.

لېډي ګاګا اعلان کړی دی چې که څوک يې سپيان ور پيدا کړي، پنځه سوه زره امريکايي ډالر به ورکړي.

امريکايي رسنۍ وايي، څو وسله‌والو کسانو د لېډي ګاګا پر يوه نوکر ډزې کړې دي، درې سپي يې ورڅخه تښتولي، خو يو سپی بېرته ځنې راتښتېدلی او دوه يې ورسره وړي دي.

د دې نوکر ژوبل دی او اوس دې ويلي دي چې په سپو پسې يې خورا زړه شين دی.

پوليس وايي، د سپي‌تښتوونکيو وېډيو يې ګوتو ته ورغلې او اوس کوښښ کوي چې و يې نيسي.

سني لېون اوس د بادرنګو پالېزونه ساتي

Jul 30, 2021 29

د هند د اندهرا پردېش ايالت په نيلور ولسوالي کې يوه کروندګر پر خپله پراخه ځمکه د سني لېون لوی لوی عسکونه ځړولي او په دې باور دی چې د بې‌باکه فلمونو دغه ستورې به يې کرونده له بده [...]

عامر خان دويمه ښځه هم خوشې کوي

Jul 03, 2021 29

د هندي سېنما مشهور ستوري عامر خان اعلان کړی دی چې له خپلې دويمې ښځې کرن راو څخه د ژوند لارې بېلوي او طلاق ورکوي.

يوې ۲۵ کلنې ښځې، په يوه وار ۹ ماشومان زېږولي

May 05, 2021 29

د ناداره هېواد مالي يوې پنځه ويشت کلنې ښځې په يوه وار نهه ماشومان زېږولي او ټول يې روغ رمټ نړۍ ته راغلي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې