
يوې ۲۵ کلنې ښځې، په يوه وار ۹ ماشومان زېږولي
د ناداره هېواد مالي يوې پنځه ويشت کلنې ښځې په يوه وار نهه ماشومان زېږولي او ټول يې روغ رمټ نړۍ ته راغلي دي.
دغه ښځه حليمه نومېږي او د عملياتو لپاره مراکش ته وړل شوې ده.
دې ته لومړی ډاکټرانو ويلي و چې اووه ماشومان به نړۍ ته ژوندي راوړي، خو حليمې نهه وزېږول.
د دې په ماشومانو کې پنځه نجونې او څلور يې هلکان دي.
په نړۍ کې په يوه وار له يوې مور څخه د اوو ماشومانو زېږېدل نادره خبره ده، خو د نهو ماشومانو زېږېدنه، بېخي نادوده ده.
0 نظرونه