
نغری هر کال د څلور ميليونه انسانانو ژوند اخلي
کمپيوټر ټوموګرافي او ځينې نور معاينات ښيي چې د لرګيو او خاشاکو نغری د انسان پر سږو ناوړه اغېز کوي او د هغو زهرجنو لوګيو له مله چې په نغريو کې د سوځېدونکيو خاشاکو له امله راولاړېږي، هر کال څلور ميليونه انسان مري.
ریډیولاجیکل سوسايټي اف نارت امریکا په خپل وروستي راپور کې وايي، په نغريو کې د خاشاکو لوګی تر نارينهوو زيات د ښځو ژوند ګواښي.
دغه اداره وايي، زهرجن لوګی ښځې نه يوازې په تنفسي ناروغيو اخته کوي، بلکې د هغوی په ګېډو کې په ماشومانو هم بدې اغېزې کوي.
که څه هم د نړۍ په پرمختلليو هېوادونو کې خلک خواړه او چای په ګازي او موډرنو نغريو پخوي، خو په افغانستان او ځينو نورو خوارو هېوادونو کې لا هم ښځې د خټو او لرګيو نغريو ته ناستې دي.
0 نظرونه