_61777.jpg)
تر راتلونکیو ۱۰ کالو د کابل د اوبو د کمېدو اندېشنه شته
د هېواد طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر وايي، وچکالي یو جدي ګواښ دی او دا ستونزه د تېرو څو کلونو د نه پاملرنې له امله رامنځ ته شوې.
طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم د اقلیمي بدلون او د وچکالۍ د پېښو مدیریت تر عنوان لاندې ورکشاپ کې په کابل کې له اوبو بې ځايه ګټه اخیستل ناسم وبلل او ویې ویل، که پام ورته و نهشي، کابل به د اوبو له پلوه له ستونزو سره مخ کړي.
فهیم زیاتوي چې په کلني ډول په کابل او نورو لویو ښارونو کې د اوبو سطحه ۲۰ مټره کښته ځي چې دا یوه جدي ستونزه ده.
دی وايي، دا مهال په ۲۰ ولایتونو کې چې شاوخوا ۱۳ میلیونه انسانان پهکې اوسي، د وچکالي تر اغېز لاندې راغلي چې دې مسلې په کرنه، څارویو او د کورنیو پر اقتصاد منفي اغېز کړی.
0 نظرونه