د طالبانو يوه لويه غونډه بمبار شوې، د وزير په ګډون لسونه مهم کسان يې وژلي
افغان هوايي ځواک د زابل په شاجوی ولسوالي کې د طالبانو پر يوه لويه غونډه بمبار کړی دی او د دېرشو په شاوخوا کې مهم کسان يې پکې وژلي دي.
په وژل شويو کسانو کې د طالبانو تش په نوم د کرنې او اوبو لګولو وزير هم شامل دی.
سرخط ورځپاڼې ته له سيمې څخه سرچينو ويلي دي چې دغه غونډه نن تر غرمې وروسته جوړه شوې وه چې له هوا څخه ورباندې بمونه غورځول شوي دي.
سرچينې وايي، طالبانو د پېښې له ځایه يوازې تر دېرشو زيات جسدونه د شاجوی روغتون ته وړي چې لا هم هلته پراته دي.
په دوی کې د کرنې او اوبو لګولو لپاره د طالبانو وزير هم شامل دی.
په دې سربېره، لسونه نور ژوبل دي چې ډېری يې د شاجوی په روغتون کې پراته دي او ځينې يې پاکستان ته لېږل شوي دي.
طالبانو د شاجوی روغتون محاصره کړی او عادي ناروغانو ته هلته د تګ اجازه نه ورکوي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه