د پاکستان يوه جنګي جيټ الوتکه لوېدلې
د پاکستان هوايي ځواک ومنله چې يوه جنګي الوتکه يې د لوی افغانستان حدودو يا اټک ته څېرمه لوېدلې ده.
هوايي ځواک په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې دغه الوتکه په روزنيز الوت الوتې وه، خو چې څه ورباندې وشول، نه پوهېږي، اما الوتکه ولوېده.
په اعلاميه کې ويل شوي دي چې په نسکوره الوتکه کې دوه پيلوټان سپاره ول، خو غبرګ لا ژوندي دي.
دوی وايي، د پېښې پلټنه کوي چې مالومه کړي، طيارې ته څه ورپېښ شول.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه