د کوټې ښار په هزارګنجي کې خونړۍ چاودنه شوې
د کوټې ښار په هزارګنجي سيمه کې خونړۍ چاودنه شوې چې له امله يې تر اوسه د ګڼ شمېر کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه ورکول شوي دي.
دغه چاودنه د هزارګنجي سيمې سبزي منډهيي ته څېرمه په يوه موټر کې شوې ده.
پاکستانۍ رسنۍ وايي، سيمې ته پوليسو ځانونه رسولي او شاوخوا ټولې لارې يې د خلکو پر مخ تړلې دي.
تر اوسه مالومه نه ده چې دغه چاودنه پر چا شوې، خو په بلوچستان کې زيات وخت دغسې چاودنې پر پاکستاني پوځيانو کېږي او مسووليت يې هم د بلوڅو ملتپالې ډلې مني.
تر اوسه د دغې چاودنې مسووليت چا نه دی منلی.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه