بلوڅو په بلوچستان کې پاکستاني بمپاکان الوځولي
ملتپال بلوڅ وايي، د بلوچستان په خاران سيمه کې يې د پاکستان پر بمپاکانو د ريموټ کنټرول چاودنه کړې ده چې پکې يې دوه الوځولي او څو نور ژوبل دي.
د بلوچ ريپبليکن ارمي په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، خاران ته د پاکستاني حکومت ځينې مهم کسان راتلل او بمپاکانو غوښتل چې لاره له ماينونه ورته پاکه کړي چې دوی چاودنه ورباندې وکړه.
د دغې ډلې وياند بيبګر بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د دوی هدف د جنرال قادر بلوڅ په نامه د پاکستان يو پخوانی پوځي جنرال و چې اوس يې په سيمه کې د بلوڅو پر ضد کار کاوه.
دی وايي، ملګري يې د همدې جنرال وژلو ته ريموټ په لاس ناست ول چې بمپاکان سيمې ته تللي او له مرکز څخه يې ملګريو ته قومانده ورکول شوه چې بم پر دوی وچوي.
د ده په خبره، دوه خو همالته الوتي، څو يې شاوخوا ټپي لوېدلي دي چې دقيق شمېر يې نه دی مالوم.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه