مصر له حکومتي څوکيو د اخوانيانو د شړلو قانون منظور کړ
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي نن هغه قانون لاسليک کړ چې په اساس يې، که څوک د اخوان المسلمون ډلې غړی وي، حق نه لري په کومه اداره کې کار وکړي.
دغه قانون چې اوس تازه منظور شوی دی، د ادارو رييسان يې مکلف کړي دي چې د خپل کارکوونکيو په اړه پلټنې وکړې او که پوه شي چې څوک د ناقانونه اخوان المسلمون ډلې غړيتوب لري، هماغه لحظه يې له دندې وشړي.
د مصر حکومت تر دې وړاندې هم پر دغه ډله بېلابېل بنديزونه لګولي ول، خو اوسني هغه يې ټوله ډله وارخطا کړې ده.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه