په پېښور کې د پوليسو پر موټر بمي بريد شوی
۸ اسد ۱۴۰۰ 228185 0 نظر سرخط ورځپاڼه

په پېښور کې د پوليسو پر موټر بمي بريد شوی

 

يو چا په پېښور کې د پوليسو يوه موټر ته لاسي بم ور غورځولی او د پوليسو افسر يې همالته وژلی، دوه ژوبل دي.

دغه پېښه نن د پېښور په کارخانو سيمه کې شوې ده.

سرخط ورځپاڼې ته له سيمې په رسېدليو مالوماتو کې ويل شوي دي چې دغه پوليس سيمې ته د څه کار لپاره تللي ول چې بم والا ليدلي دي.

په بمي چاودنه کې د پوليسو يو افسر بنيامين همالته وژل شوی او يو بل ملګری يې او يو لاروی ژوبل شوي دي.

تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا نه دی منلی.

اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.

بلوڅو يو موټر پاکستاني پوځيان الوځولي

Aug 13, 2021 29

د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، د بلوچستان په کوټه ښار کې يې يو موټر پاکستاني پوځيان په بم الوځولي دي.

وسله‌والو هغه کسان وژلي چې د پاکستان بيرغونه يې خرڅول

Aug 10, 2021 29

په داسې حال کې چې پاکستانيان د پاکستان د زېږېدو د کاليزې نمانځلو ته تياريانې نيسې، بلوڅ وسله‌والو په کوټه ښار کې پنځه تنه هغه دوکانداران وژلي چې د پاکستان بيرغونه او د زېږېدو [...]

بلوڅو په تربت کې پاکستاني پوځيان په بمونو الوځولي

Aug 10, 2021 29

د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، جنګياليو يې د بلوچستان په تربت سيمه کې د پاکستاني پوځيانو يوې پوستې ته بمونه ورغورځولي او خپله ورڅخه روان شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې