په پاکستان کې پر چينايي انجينرانو د بريد مسووليت بلوڅو ومانه
۶ اسد ۱۴۰۰ 248937 0 نظر سرخط ورځپاڼه

په پاکستان کې پر چينايي انجينرانو د بريد مسووليت بلوڅو ومانه

 

 

د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوې ملتپالې ډلې نن په کراچۍ کې پر چينايي انجينرانو د بريد مسووليت ومانه.

په دغه بريد کې يو چينايي انجينر وژل شوی او بل مرګونی ژوبل دی.

د بلوچستان ليبرېشن فرنټ وياند مېجر ګهرام بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې دغه بريد د دوی ملګريو کړی دی.

دی وايي، له چين سره هيڅ دښمني نه لري، خو دا چې پاکستان د دوی دښمن او چين د پاکستان دوست دی، نو د دښمن په سترګه ورته ګوري.

مېجر ګهرام وايي، چين بايد وپوهېږي چې پاکستان د بلوڅو د اولادونو د خولې ګوله تروړي او حقونه يې لوټي، که يې چين هم ملاتړ کوي، نو يو چينايي به هم ژوندی ورڅخه بېرته چين ته ستون نه شي.

دی وايي، نه يوازې چين، بلکې د نړۍ ټول هېوادونه دې وپوهېږي چې که له پاکستان سره ملګرتيا کوي، د دوی تر وار لاندې به راځي.

اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ

بلوڅو يو موټر پاکستاني پوځيان الوځولي

Aug 13, 2021 29

د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، د بلوچستان په کوټه ښار کې يې يو موټر پاکستاني پوځيان په بم الوځولي دي.

وسله‌والو هغه کسان وژلي چې د پاکستان بيرغونه يې خرڅول

Aug 10, 2021 29

په داسې حال کې چې پاکستانيان د پاکستان د زېږېدو د کاليزې نمانځلو ته تياريانې نيسې، بلوڅ وسله‌والو په کوټه ښار کې پنځه تنه هغه دوکانداران وژلي چې د پاکستان بيرغونه او د زېږېدو [...]

بلوڅو په تربت کې پاکستاني پوځيان په بمونو الوځولي

Aug 10, 2021 29

د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، جنګياليو يې د بلوچستان په تربت سيمه کې د پاکستاني پوځيانو يوې پوستې ته بمونه ورغورځولي او خپله ورڅخه روان شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې