په پاکستان کې بيا پر چينايي انجينرانو بريد شوی، ۱مړ۱ مرګيحاله
وسلهوالو کسانو د پاکستان په کراچۍ ښار کې د چينايي انجينرانو پر يوه موټر ناتار ډزې کړې دي چې پکې يو چينايي انجينر وژل شوی او يو بل ژوبل دی.
دغه پېښه د کراچۍ ښار، په شېر شاه سيمه کې شوې ده.
سرخط ورځپاڼې ته له سيمې په رسېدليو مالوماتو کې ويل شوي دي چې وسلهوال کسان د شېر شاه سيمې پر ګلبهايي هوايي پله ولاړ ول او کله چې د چينايي انجينرانو موټر تر پله لاندې تېرېږي، له پاسه يې ورباندې شاجورونه تش کړي دي.
تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا نه دی منلی، خو داسې ښکاري چې په ملتپالو بلوڅو پسې تړليو ډلو کړی دی.
څو ورځې وړاندې د پاکستان په لوړ کوهستان کې هم د چينايي انجينرانو پر يوه موټر چاودنه وشوه چې تر لسو زيات چينايان پکې ووژل شول او په غبرګون کې يې چين د پاکستان دا داسو بند جوړول په نيمه کې پرېښوول.
په پاکستان کې پر چينايي انجينرانو ورته بريدونه تر چين هم، د پاکستان حکومت ډېر ځوروي، ځکه چين ورڅخه مخ اړوي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه