په کوټه ښار کې په ۲ ساعته کې ۲ چاودنې، ۱۷ تنه مړه او ټپيان
د بلوچستان په کوټه ښار کې په دوه ساعته کې يو په بل پسې دوه چاودنې شوې دي چې له امله يې د اوو تنو پاکستاني پوليسو په ګډون اوولس تنه مړه او ټپيان شوي دي.
لومړۍ چاودنه د کويټې ښار سرينا چوک ته څېرمه د پوليسو پر يوه موټر شوې ده.
سرخط ورځپاڼې ته له سيمې په رسېدليو مالوماتو کې ويل شوي دي چې په چاودنه کې دوه پوليس همالته ځای پر ځای وژل شوي او د پنځو نورو پوليسو په ګډون ديارلس تنه ژوبل دي.
لږ وروسته د کوټې ښار پر سرياب سړک بله چاودنه شوې چې د لومړنيو مالوماتو په اساس، دوه تنه يې ژوبل کړي دي.
د بلوچستان اعلی وزير جام کمال خان دواړه پېښې غندلې دي او ويلي یې دي چې ځينې کړۍ غواړي بلوچستان ناارام کړي او دغه کار دی اندېښمن کړی دی.
تر اوسه د چاودنو مسووليت چا نه دی منلی، خو په بلوچستان کې دغسې چاودنې بلوڅ ملتپال کوي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه