_94800.jpg)
بلوڅو په تربت کې پاکستاني پوځيان په بمونو الوځولي
د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، جنګياليو يې د بلوچستان په تربت سيمه کې د پاکستاني پوځيانو يوې پوستې ته بمونه ورغورځولي او خپله ورڅخه روان شوي دي.
د دغې ډلې وياند مېجر ګهرام بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د پوځيانو دغه پوسته د تربت په اپسر اپدورک سيمه کې جوړه شوې وه او پوځيانو به يې خلک ځورول.
دی وايي، په پوسته کې د لسو په شاوخوا کې پاکستاني پوځيان ناست ول چې ټول يې مړه شوي دي.
د بلوڅ په خبره، تر هغه چې پاکستاني پوځ بلوچستان خوشې کړی نه وي، دوی به يې همداسې وژني.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه