_4272.jpg)
وسلهوالو هغه کسان وژلي چې د پاکستان بيرغونه يې خرڅول
په داسې حال کې چې پاکستانيان د پاکستان د زېږېدو د کاليزې نمانځلو ته تياريانې نيسې، بلوڅ وسلهوالو په کوټه ښار کې پنځه تنه هغه دوکانداران وژلي چې د پاکستان بيرغونه او د زېږېدو ورځ ته په کار نور سامانونه يې خرڅول.
د بلوچ ليبرېشن ارمي په نامه د بلوڅو د يوې ملتپالې ډلې وياند جييند بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې ملګرو يې د کوټې ښار په مشرقي بایپاس کې څو دوکانونو ته تر غوږ ور تېره کړې وه چې د اګسټ څوارلسمې ته په کار شيان دې نه خرڅوي، خو دوی بابېزه وبلله او نن په بم والوتل.
دی وايي، دغو دوکانونو پاکستاني بيرغونه او نور مواد چې د بلوڅو نه خوښېږي، په خلکو خرڅول، نو ځکه په بم ويشتل شوي او پنځه تنه مړه دي.
جييند وايي، پر خلکو غږ کوي چې نه دې د پاکستان د زېږېدو ورځ نمانځي او نه دې هغو دکانونو ته ور نږدې کېږي چې پاکستاني بيرغونه پلوري.
د ده په خبره، دا ځل يې چاودنه کمزورې کړې، خو را روانې چاودنې به يې ډېرې خونړۍ وي او که څوک په کې مړه شول، خون يې په خپله غاړه.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه