
جادويي روباټ چې د کرونا د ناروغانو معاينات، الټراساونډ او ايکو کوي
يوه مصري ځوان داسې روباټ جوړ کړی دی چې د کرونا د ناروغانو معاينات، الټراساونډ او ايکو کارډيوګرام کوي او د معايناتو نتېجه هم ناروغ ته ښيي.
دغه روباټ د محمود الکومي په نامه يوه مصري جوړ کړی او نوم يې ورباندې سيرا۰۰۳ ايښی دی.
روباټ انسان ته ورته جوړ شوی او حتا کولای شي د ناروغ وينه هم واخلي او ټيسټ يې کړي.
محمود الکومي وايي، د کرونا د وايرس له امله زيات طبيبان داسې مړه شول چې دوی به ناروغان تداوي کول، خو خپله به ورباندې اخته شول، اما اوس به داسې نه کېږي.
دی وايي، سيرا به ټولې هغه چارې په ښه توګه سر ته رسوي چې يو ډاکټر يې د کرونا له ناروغ سره کوي.
0 نظرونه