
د نړۍ درېيم شتمن کس مجرد شو
د نړۍ په کچه درېيم شتمن او د مايکروسافټ بنسټ ايښوونکي بيلګېټس او د هغه مېرمنې ملينډا ګېټس تر اووه ويشت کاله ګډ ژوند وروسته لارې جدا کړې او وايي، تر دې وروسته به د ښځې او خاوند په څېر د يو بل په خوا کې نه اوسي.
دوی دواړو پر ټويټر ليکلي دي چې تر اوږدو چرتونو وروسته دې پرېکړې ته رسېدلي دي چې نور بايد له يو بل څخه لارې بېلې کړي.
دوی وايي، په اووه ويشت کاله ګډ ژوند کې يې درې ماشومان زېږولي او روزلي دي او په دې سربېره يې يوه داسې اداره هم جوړه کړې ده چې په ټوله نړۍ کې کار کوي او له خلکو سره مرستې کوي.
دوی به تر دې وروسته ښځه او خاوند نه وي، خو د خپلې ادارې لپاره به په ګډه کار کوي.
بيلګېټس د نړۍ درېيم بډای کس دی، خو تر اوسه لا دا نه ده مالومه چې تر طلاق وروسته به دی او مېرمن يې خپله شتمني سره وېشي که نه.
که دوی خپله شتمني سره نيمه کړي، بيلګېټس به د نړۍ اويايم بډای کس شي.
0 نظرونه