
اوس به پوهېږو چې پيشوګانې څه راته وايي
د امازون شرکت يوه پخواني انجينر د موبایل داسې اپليکېشن جوړ کړی دی چې د پيشوګانو غږ به ژباړي او موږ ته وايي، چې پيشو څه وايي.
دغه انجينر پر اپليکېشن باندې د ميوټاک نوم ايښی او ادعا يې کړې ده چې موبایل اپ يې کولای شي د پيشو د زړه خبره وژباړي.
دی وايي، په څېړنو کې مالومه شوې ده چې پيشو چې کله هم مياو مياو کوي، نو نهه ډوله پيغام لري چې مشهور يې، وږې يم او په تکليف يم دي.
د اپل او انډاريډ کارکوونکي کولای شي دغه اپليکېشن خپلو موبايلونو ته کښته کړي او بيا د پيشو غږ ورباندې ثبت کړي چې په خبره يې پوه شي.
0 نظرونه