يوه توره سياره ځان‌وژنه کوي
۲۱ قوس ۱۳۹۹ 458399 0 نظر سرخط ورځپاڼه

يوه توره سياره ځان‌وژنه کوي

 

فضايي څېړونکي وايي، د واسپ۱۲بي په نامه يوه سياره چټکه د خپل ستوري خوا ته روانه ده او ښايي تر هغو وړاندوينو چې د همدې سيارې په اړه کېدې، ژر خپل ستوري ته ورسېږي او د تل لپاره ختمه شي.

دوی وايي، واسپ۱۲بي تکه توره سياره ده، دومره توره چې د ډبرو تر سکرو هم توره ده او بېخي لږه رڼا ورڅخه منعکسېږي.

څه موده وړاندې ساينس‌پوهانو د دغې سيارې په اړه ويلي و چې ښايي شاوخوا درې نيم ميلونه کاله وروسته دغه سياره خپل لمر يا ستوري ته ورسېږي او له هغه سره تر ټکر کېدو وروسته به ورکه شي.

اوس د کورنيل پوهنتون ساينس‌پوهان وايي، د سيارې ځغاسته ډېره چټکه شوې او ښکاري داسې چې تر مخکېني اټکل درې نيم سوه زره کاله مخکې به لمر ته ورسېږي.

هسې خو دا موده ډېره اوږده ښکاري، خو که د کايناتو په پيمانه ورته وکتل شي، بيا نو د څو دقيقو هومره موده ده.

واسپ۱۲بي توره سياره ده چې له ځمکې څخه اته سوه او اويا نوري کاله واټن لري.

دغه سياره زموږ د لمريز نظام تر ټولو لويې سيارې مريخ څخه هم څلوېښت فيصده لويه ده او جالبه دا ده چې عموما دومره غټې سيارې له خپل ستوري ډېرې لېرې وي، اما دا ډېره ورنږدې ده.

د واسپ۱۲بي پر مخ د تودوخي درجه دوه زره او درې سوه سانټي ګراډ ته رسېږي.

د نړۍ درېيم شتمن کس مجرد شو

May 04, 2021 29

د نړۍ په کچه درېيم شتمن او د مايکروسافټ بنسټ ايښوونکي بيل‌ګېټس او د هغه مېرمنې ملينډا ګېټس تر اووه ويشت کاله ګډ ژوند وروسته لارې جدا کړې او وايي، تر دې وروسته به د ښځې او خاوند [...]

جادويي روباټ چې د کرونا د ناروغانو معاينات، الټراساونډ او ايکو کوي

Nov 28, 2020 29

يوه مصري ځوان داسې روباټ جوړ کړی دی چې د کرونا د ناروغانو معاينات، الټراساونډ او ايکو کارډيوګرام کوي او د معايناتو نتېجه هم ناروغ ته ښيي.

اوس به پوهېږو چې پيشوګانې څه راته وايي

Nov 20, 2020 29

د امازون شرکت يوه پخواني انجينر د موبایل داسې اپليکېشن جوړ کړی دی چې د پيشوګانو غږ به ژباړي او موږ ته وايي، چې پيشو څه وايي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې