
نور مو سمارټ فون نه ورکېږي
د سمارټ ټلېفونونو په اړه یوه لویه اندېښنه دا ده چې د ورکېدو او یا هم غلا کېدو چانس یې زیات دی.
خو اوس مو دا اندېښنه په لرې کېدو ده، ځکه داسې روباټیکه ګوته جوړه شوې چې له تاسې سره به مرسته کوي چې ټلېفون مو ورک نه شي.
دا ګوته لکه د یوه ملګري په څېر ستاسې لاس رانغاړي او نه پرېږدي چې ټیلفون مو له لاس ولوېږي او یا يې هم څوک کش کړي.
دا ګوته د ټلېفون لپاره د یوه پوخ په څېر جوړه شوې او ژر به بازار ته وړاندې شي.
دې روباټیکې او د ټلېفون ساتونکې روباټي ګوتې ته د موبي لمب نوم ورکړل شوی دی.
0 نظرونه