د نوکیا نوی ورژن
نوکیا چې په دې وروستیو کې د ټیلفونونو د تولید په برخه کې لږ شاته شوې کمپنۍ ده، یو ځل بیا اعلان کړی چې یو ښه ټیلفون یې بازار ته وړاندې کړی دی.
نوکیا وايي، دا ټیلفون ډول ډول پروګرامونه لري او هیله لري چې خلک به یې دا ۷،۱ نوکیا حتما خوښ کړي.
دا ټیلفون پنځه اعشاریه اته انچه سکرین او تر خوا یې ښه ښکلې ډیسپلای لري. نوکیا وايي، د دې ټیلفون تازه ورژنونه او سافټ ویرونه به تر دوو کلونو هم بازار ته وړاندې کېږي.
دا ټیلفون دوه دېرش جيبي اسټوریج درې تر څلور جيبي ریم لري.
اته میګا پکسله کمره یې بله ځانګړتیا ده چې او تر خوا یې ښه ویډیو هم جوړوي.
د دې ټیلفون بیه ۳۴۹ امریکایي ډالر ویل شوې ده.
0 نظرونه