که شيدې ورکوئ، ژر نه بارداره کېږئ
که څه هم چې ماشوم ته شيدې ورکول د بارداره کېدو امکان کموي، خو سل په سلو کې د اطمينان وړ خبره هم نه ده.
هغه مېندې چې ماشوم ته تی نه ورکوي او چوشک يا نور خواړه ورکوي، امکان لري تر زېږون لس اوونۍ وروسته حمل واخلي، خو دغه جريان هم په ښځو کې توپير لري .
ځينې ميندې ممکن تر زېږون شپږ اوونۍ وروسته تر يوه کال پورې حمل واخلي، خو هغه مېندې چې ماشوم ته شيدې ورکوي په ځنډ بارداره کېږي، ماشوم ته د شيدو ورکولو يوه بله مهمه ګټه دا هم ده چې د سينو يا تيو د سرطان مخنيوی هم کوي.
هغه مېندې چې ماشوم ته شيدې نه ورکوي، د سينو په سرطان د اخته کېدو امکان يې زيات دی.
اکثره مېندې ممکن په هغه ټوله دوره کې چې ماشوم ته شيدې ورکوي بارداره نهشي، خو په سلو کې لس سلنه مېرمنې چې ماشوم ته شيدې هم ورکوي تر لسو اوونيو وروسته يې تخمې په فعاليت راځي، ۵۰ سلنه مېرمنې بيا داسې وي چې تر شپږو مياشتو وروسته يې تخمې فعالېږي او د حمل اخيستو امکان يې زياتېږي، مګر دا هم ممکنه ده چې يوه ښځه تر هغو پورې حمل نه واخلي چې دا ماشوم ته شيدې ورکوي.
ځينې مېندې چې فکر کوي ماشوم ته شيدې ورکوي او بل حمل به نه اخلي، په اړيکو کې احتياط نه کوي، دوی ته په کار ده چې پوره پام وکړي او د ماشومانو تر منځ لږ تر لږ درې کاله فاصله په پام کې ونيسي.
که ماشومان په کم وخت او کمه فاصله کې کې نړۍ ته راشي دوه لوی زيانونه اړوي.
يو د ماشوم روغتيا ته د ضرر رسېدو امکان زيات وي او ښه نه تغذيه کېږي، روزنه او پالنه يې هم ستونزمنه وي او بل د مور پر روغتيا هم خورا ناوړه اغېزې لري او د مور بدني ځواک سخت ځپي.
0 نظرونه