
که ماشوم ته تی نه ورکوئ، شکره کېږئ
امریکايې څېړونکيو له یوې تازه دېرش کلنې څېړنې وروسته وموندل هغه مېندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو څخه ډېره موده خپل تی «شیده» ورکوي دغه چاره یې دشکرې ناروغۍ ژغوري.
د څېړونکيو په باور هغه مېندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو تر یوه کاله تی ورکوي، د هغو په پرتله چې خپل ماشوم ته شپږ میاشتې شیده ورکوي او یا طبيعي خواړه ورکوي د شکرې خطرات نږدې نیم په نیمه را کمېږي.
په «جاما» طبي ژورنال کې خپره شوې څېړنه کاږي طبیعي شیدې ورکول نه یوازې ماشومانو ته ګټورې دي، بلکې د مېندو لپاره هم ډېرې روغتیایي ګټې لري.
امریکايي روغتیاپالان وايي، دا څېړنه یې په ۱۲۳۸تنه هغه مېرمنو کړې چې عمرونه یې د ۱۸ او ۳۰ کلنو په منځ کې وو او په پایله کې ثابته شوه چې طبیعي شیدې یا تي ورکولو موده او د شکرې ناروغۍ د خطر کمېدلو تر منځ قوي اړیکه شته.
دې څېړنې دا نه دي په ډاګه کړي چې ولې تر اوږدې مودې پورې شیدې ورکول کولای شي په شکره د اخته کېدو خطر راکم کړي.
ویل کېږي زیات شمېر مېندې د امېندواري پر وخت په شکره ناروغي اخته کېږي چې دغه یو عادي جریان دی او روغتیایي څارنې او سم غذایي رژیم ته اړتیا لري.
تر دې وړاندې یوې بلې څېړنې ثابته کړې وه چې مېندې کولای شي په طبیعي ډول ماشومانو ته تي ورکولو، په بدني تمرینونو، د وزن په کمولو او د ژوند د بڼې په بدلولو سره په بدن کې د شکرې له ناروغۍ سره سره د تیو «سینو» او رحم د سرطان مخه ونیسي.
1 نظرونه
xnumtiosbq
جمعه، ۲۹ حوت ۱۳۹۹پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply