د افغانستان موټرسايکل سپرې پېغلې؛  هدف يې چېرته ځان رسول نه، پيغام رسول و
۱۷ قوس ۱۳۹۹ 491288 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د افغانستان موټرسايکل سپرې پېغلې؛ هدف يې چېرته ځان رسول نه، پيغام رسول و

 

په يوه داسې هېواد کې چې د ښځو لويه برخه يې په کورو کې تر تشدد لاندې او د نظام پر ضد په جګړه کې ډېره کارېدونکې سپرلي يې موټر سايکل ده، د يوې لېرې پرتې سيمې نجونې پر موټرسايکل سپرېږي چې پر ښځو د تشدد پر ضد پيغام ولېږدوي.

 

د اکسفام په مالي ملاتړ د افغانستان په دايکندي کې د دغه ولايت له بېلابېلو سيمو لس تنې پېغلې د نارينه‌وو په مخکې پر موټر سايکل سپرې شوې، موټرسايکلونه يې و ځغلول او پر ښځو د تشدد پر ضد يې غږ پورته کړ.

 

دغه پېغلې د دايکندي د نيلي، شهرستان او ميرامور اوسېدونکې دي. دوی پر هماغه سپرلي سپرې دي چې طالبان پرې د نظام پر ضد د جګړې لپاره سپرېږي.

 

په افغانستان کې پر موټرسايکل سپرلي چندان نوې خبره نه ده، ځکه پر هغو غرنيو لارو چې موټر په اساني نه شي تلای، موټر سايکل ورباندې هوسا اوړي، خو پر موټر سايکل د ښځو سپرېدل، خلکو ته بېخي نوې خبره ده.

 

د دايکندي د جنډر امره مرضيه همدرد وايي، که څه هم دا نوې خبره چې نجونې پر موټرسايکل سپرېږي، خو وايي، دا کار يې ځکه وکړ چې د ښځو ازادي او هغوی ته د حق ورکولو لپاره يو ګام وړاندې ولاړې شي.

دا وايي، موټر سايکل سپرو پېغلو خلکو ته پيغام ورساوه چې خپلو لوڼو او خوېندو ته ازادي ورکړي او تشدد ورباندې و نه کړي.

شاوخوا شپېته کاله وړاندې ملګرو ملتونو د نومبر پنځه ويشتمه پر ښځو د تشدد پر ضد د مبارزې ورځ ونوموله او اوس هر کال له همدې نېټې نيولې، د ډسمبر تر لسمې پورې پر ښځو د تشدد د مخنيوي کمپاينونه روان وي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، په تېرو لسو مياشتو کې په هېواد کې پر ښځو د تشدد درې زره، اووه سوه او اووه اويا پېښې ثبت شوې دي.

دغه کمېسيون وايي، دا يوازې ثبت شوې پېښې دي، خو هغه چې په پټه خوله تېرې شوې، ښايي شمېر يې تر دې ډېر زيات وي.

په دغو ثبت شويو پېښو کې پنځه دېرش يې د وژنو، وهلو ډبولو، د بدن د غړيو غڅولو او نورو ظلمونو دي.

کېميا يوسفي د اولمپيک لوبو له بلې لړۍ پاتې شوه

Jul 30, 2021 29

د افغانستان د ځغاستې ملي لوبغاړې کېمیا یوسفي په ټوکيو کې د اولمپيک د دوه زره يوويشت کال په سياليو کې نن بیا د ځغاستې په يوه سيالي کې برخه واخيسته، په ملي کچه يې ريکارډ جوړ کړ، [...]

په يوولسو ولايتو کې د پوهنتونو رخصتي دوه اوونۍ وغځېدې

Jul 24, 2021 29

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، د هېواد په يوولسو ولايتونو کابل، کندوز، نيمروز، دایکندي، بلخ، جوزجان، بادغیس، کندهار، نورستان، سمنگان او پنجشېر کې د پوهنتونو رخصتي د [...]

کرونا تازه ۶۰ افغانان وژلي تر ۱۲۰۰ ډېر يې نيولي دي

Jul 14, 2021 29

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، کرونا له پرون راهيسې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې شپېته تنه افغانان وژلي او دوولس سوه او لس نور ورباندې تازه اخته شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې