له اضافي وېښتانو سره به څه کوئ؟
۹ میزان ۱۳۹۷ 801915 0 نظر sarkhat.af

له اضافي وېښتانو سره به څه کوئ؟

 

 

د مېرمنو له‌پاره د بدن پر ځينو برخو وېښتان يوه لانجمنه او اندېښمنوونکې ستونزه ده چې ډېری يې په پاکي، پل او نورو شيانو ختموي، خو د دې پر ځای چې دا وېښتان کم شي، ورځ تر بلې ډېرېږي او يا هم ډبلېږي، وروسته بيا له ورايه ښکاري.

ډېرې نورې قېمتي لارې چارې هم شته چې د مخ، مړوندونو او پښو د اضافي وېښتانو د لېرې کولو لهپاره کارېږي، دا ميټوډونه او لارې چارې خورا قیمتي او دردناکې وي، مثلاً له لايزره استفاده کول چې هم قېمتي او هم دردناکه ده.

د مخ، مړوندونو او پښو د اضافي وېښتانو د پاکولو ځینې اقتصادي او اسانه لارې شته چې مرسته مو کولای، له دې ستونزې مو سمې بې‌غمه کولای شي.

  • له سوډا يا پولي استفاده

د چای خوړلو يوه کاچوغه د وړو سوډا په ۲۰۰ ملي لېټره جوش اوبو کې واچوئ. بیا په دې مخلوط مالوچ ککړ کړئ، وروسته دا لانده شوي مالوچ د بدن پر هغه برخه کښېږدئ چې تاسې تاسې يې وېښتان لېرې کوئ. لانده مالوچ د شپې استعمال کړئ او تر سهاره يې پر بدن پرېږدئ. سهار د بدن دا برخه پرېمنځئ او هر ډول لوشن چې وي ورباندې تطبیق يې کړئ. تاسې به وګورئ چې د بدن د دې برخې وېښتان به مو ۳/۲ برخه له منځه تللې وي.

  • هوږه وکاروئ

د دوې غوټې هوږې اوبه وباسئ. يانې جوس يې جوړ کړئ، بیا يې پر مخ، لاسونو او یا هم پښو پورې کړئ. دا مخلوط یو ساعت پر بدن پرېږدئ، وروسته يې پرېمنځئ. و به وينئ چې وېښتان مو په طبيعي شکل له منځه تللي دي.

 

 

د افغانستان موټرسايکل سپرې پېغلې؛ هدف يې چېرته ځان رسول نه، پيغام رسول و

Dec 07, 2020 29

په يوه داسې هېواد کې چې د ښځو لويه برخه يې په کورو کې تر تشدد لاندې او د نظام پر ضد په جګړه کې ډېره کارېدونکې سپرلي يې موټر سايکل ده، د يوې لېرې پرتې سيمې نجونې پر موټرسايکل [...]

که ماشوم ته تی نه ورکوئ، شکره کېږئ

Oct 15, 2018 29

امریکايې څېړونکيو له یوې تازه دېرش کلنې څېړنې وروسته وموندل هغه مېندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو څخه ډېره موده خپل تی «شیده» ورکوي دغه چاره یې دشکرې ناروغۍ ژغوري.

ماشومان ستاسې سيوري دي

Sep 12, 2018 29

کله چې له یو چا سره مرسته کوئ، ماشومان مو ويني او ستاسې له خوی او عادته الهام اخلي؛ نو په همدې خاطر تل داسې کوئ چې څنګه تاسې خپل ماشوم غواړئ. دا خبره کلي نه ده، خو اکثري ده چې په [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې