يو هلک د الوتکې باد وړی
د عادي باد یا هم شمال زور به در مالوم وي، خو خدای مو د الوتکې له شماله وساته.
کیسه داسې ده چې د یونان په یوه جزیره سکیاتهوس کې هغه مهال چې الوتکه رن وې ته نږدې شوه او تمه وه چې کښېني، نو شمال یې دومره زورور و چې یو ځوان یې له خپل موقعیت څخه پورته کړ او لېرې یې ګوزار کړ.
له سیمې راپورونه لیکي، دا هلک نږدې ۳۲ مټره لېرې له خپل موقعیت څخه موندل شوی، خو ښه بخت یې دا و چې ژوندی پاتې شوی دی.
په سیمه کې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، د الوتکې شمال دومره قوي و چې دا هلک یې د سترګو په رپ کې دوه دېرش مټره لېرې ګوزار کړی و.
0 نظرونه