کرونا تازه ۶۰ افغانان وژلي تر ۱۲۰۰ ډېر يې نيولي دي
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، کرونا له پرون راهيسې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې شپېته تنه افغانان وژلي او دوولس سوه او لس نور ورباندې تازه اخته شوي دي.
دا يوازې هغه شمېرې دي چې ثبت شوې دي، هغه چې ثبت نه دي، ښايي شمېر يې تر دې ډېر لوړ وي.
سرخط ورځپاڼې ته له عامې روغتيا وزارت څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې له دغو نويو شمېرو سره په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۳۷۸۵۳ او ورڅخه د مړو شويو افغانانو شمېر بيا ۵۹۸۳ ته پورته شوی دی.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه