په يوولسو ولايتو کې د پوهنتونو رخصتي دوه اوونۍ وغځېدې
۲ اسد ۱۴۰۰ 302464 0 نظر سرخط ورځپاڼه

په يوولسو ولايتو کې د پوهنتونو رخصتي دوه اوونۍ وغځېدې

 

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، د هېواد په يوولسو ولايتونو کابل، کندوز، نيمروز، دایکندي، بلخ، جوزجان، بادغیس، کندهار، نورستان، سمنگان او پنجشېر کې د پوهنتونو رخصتي د زمري تر شپاړسمې پورې وغځېدې.

دغه وزارت وايي، په يادو ولايتونو کې يوازې دولتي پوهنتونونه د زمري تر شپاړسمې رخصت دي، شخصي هغه به د زمري په څلورمه پرانيستل کېږي.

اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې